افغانستان څخه (المصافي – میامي) کرکټ لوبډله امریکا ته روانه شوه

ټاکل شوې ده، د افغانستان څخه د (المصافي – میامي) په نوم شخصي کرکټ کلب د امریکا په ازادو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر نورالحق ملکزي امریکا ته د روانېدو نه مخکې سلام وطندار ته وویل، سیالیو ته یې د افغانستان کرکټ بورډ په مشوره د ملي لوبډلې لوبغاړي هم غوره کړي دي، چې په دغو سیالیو کې پیاوړی ګډون ولري او تمه لري، چې ښې پایلې ولري.

د نوموړي پر وینا، د افغانستان څخه تېر کال هم ۶ لوبغاړیو په دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه؛ خو دا ځل یې د یوې منظمې افغان لوبډلې لوبولو پرېکړه کړې ده.

نورالحق ملکزي زیاته کړه، د المصافي میامي کرکټ لوبډله نن شپه ۱۰ بجې له کابل څخه د امریکا په لور روانه شوه.

ده همدارنګه وویل، د امریکا په ازادو کرکټ سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ویسټ انډيز، سریلانکا، هندوستان او پاکستان په څېر هېوادونو څخه په بېلابېلو لوبډلو کې لوبغاړي برخه لري، چې د ۵ ورځو له پاره به ترسره شي.

 د امریکا سفر له پاره په اعلان شوي المصافي لوبډله کې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروزمنګل او مرستیال لوبډلمشر جاوید احمدي هم موجود دي.

دغه راز له لوبډلې سره ښه توپ وهونکی نجیب الله ځدران او ال راونډر ګلبدین نایب هم ملګري دي.

په نورو لوبغاړیو کې نجیب ترکی، ناصرجمال احمدزی، یامین احمدزی، بلال خان، افسرځاځی، عمران جنت، حشمت الله شهیدي، افتاب عالم، شبیرنوري، شرف الدین اشرف او فرید ملک شامل دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د روانې نومبر میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د امریکا په (میامي) ایالت کی پیلېږي، چې ۱۶ لوبډلې په کې برخه لري او هره لوبډله به درې ـ درې سیالۍ کوي.

د سیالیو ګټوونکي لوبډلې ته به د نورو جایزو ترڅنګ ۱۰۰ زره امریکایي ډالره د انعام په توګه هم ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام