د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله ـ چې اوسمهال د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې د پرلهپسې ۱۱ سیالیو د ګټلو ریکارډ لري ـ تازه یې د پرلهپسی بریاوو بله لړۍ له پاکستانه واړوله او خپلې ۱۰ بریاوې یې تضمین کړې.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې پهدې پرلهپسې ۱۰ بریاو سره د پاکستان د ۹ پرلهپسې شلاوریزو لوبو د بریاوو ریکارډ مات کړ او اوس به هڅه کوي چې د خپلو پخوانیو ۱۱ پرلهپسې بریاوو ریکارډ نور هم پوخ کړي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکیو څوو میاشتو لهپاره هېڅ نړۍواله شلاوریزه لوبه نهلري؛ خو له یو اوږد مهال ځنډ وروسته به په اګست کې له زمبابوی سره ۳ شلاوریزې لوبې وکړي.
افغانستان په شلاوریزو لوبو کې ۱۱ پرلهپسې بریاوو د ریکارډ له جوړولو وروسته په ۲۰۱۷ کال کې د جون په ۲مه نېټه په ویسټانډيز کې ماته خوړلې وه او د پرلهپسې ۱۲مې بریا مخه یې ډب شوېوه.
افغانستان په درېیمه شلاوریزه لوبه کې د ۳۲ منډو په توپیر مېلمنې ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ایرلینډ پر خلاف د ماتې نه خوړلو ریکارډ نور هم پوخ کړ او ۳ د صفر بریا پر وړاندې یې د ۲۰ اوریزو لوبو د اتلولۍ جام وګټلو.
د ایرلینډ پر خلاف سیالۍ کې راشدخان د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړی او په نړۍواله کچه ۷م بالر شو چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې پرلهپسې د ۳ وېکټو د اخېستلو (هیټریک) کارنامه جوړوي.
دغه راز نوموړی د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې د دویم ځل لهپاره په نړۍوالې شلاوریزې لوبې کې ۵ وېکټې اخلي.
په ورستۍ لوبه کې د افغانستان لهپاره د کریم جنت، سمیعالله شینواري، مجیب ځدران او فرید ملک پر ځای سید شېرازد، شرفالدین، نجیب ترکي او لومړۍ لوبه کوونکی ضیاالرحمان شریفي ته چانس ورکړل شویوو.
پهدې لوبه کې افغانستان د نبي عیسیخېل د چټکو ۸۱ منډو په مرسته ۲۱۰ منډې جوړې کړی او بیا یې ایرلینډۍ لوبډله د راشدخان د هیټریک په شمول د ۵ وېکټو پهواسطه په ټولټال ۱۷۸ منډو کې وسوځوله.
نبي عیسی خېل په ښې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په ۳ شلاوریزو لوبو کې د ۲ وېکټو او ۱۴۷ منډو په کولو د سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو.
نبي عیسیخېل ته د لوبې غوره لوبغاړي په توګه ۲۵ زره افغانۍ، د سیریز غوره لوبغاړي په توګه ۵۰ زره افغانۍ او افغان لوبډلې کپټان اصغرافغان ته د سیریز ګټلو له کبله د اتلولۍ جام ترڅنګ ۲ سوه زره افغانۍ جایزه ډالۍ شوه.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسي په نړۍوالو شلاوریزه لوبو کې لوبېږي چې په ترسره شویو ۷۱ نړۍوالو سیالیو کې یې تراوسه ۴۸ کټلي ۲۲ یې بایللي او یوه لوبه یې بې پایلې لغوه شوېده.
همدارنګه افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بیا د اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې په تېرو ۱۹ سیالیو کې ټولې د ویسټانډيز، عربي اماراتو، ایرلینډ، عمان، زمبابوی او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو خلاف ګټلې دي.
د شلاوریزو لوبو له پای ته رسېدلو سره به اوس د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ به د روانې فېبرورۍ په ۲۸مه د پنځو ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ د هند په راجیف ګاندي نړۍوال لوبغالي کې پیل شي.