افغانستان په ښه لورې روان دی

د جو ویلسن په مشرۍ د امریکاکانګرس یو پلاوی کابل ته راغلی او له دې سفره یې موخه افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وې.

دغه امریکايي پلاوي د دوشنبې په ورځ( دسلواغې ۲۷مه) افغان ولسمشر سره د اړیکو پر پیاوړتیا، دسیمې پر وضعیت او دملي امنيتي ځواکونود پیاوړي کولو پر څرنګوالي باندې خبرې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دامریکايي کانګرس پلاوي ویلي افغانستان پر مثبته خوا باندې روان دی.

دوي همدا ډول دافغان ولسمشر اشرف غني وروستۍ هڅې ستایلي دي.

همدا ډول افغان ولسمشر محمد اشرف غني دامریکا کانګرس پلاوي سره په خبرو کې دافغان امینتي ځواکونو د پیاوړتیا پر څرنګوالي خبرې وکړې.

دولسمشرۍ ماڼۍ ویاند اجمل عبید عابدي سلام وطندار ته وویل ولسمشرله امريکايي پلاوي غوښتنه وکړه، چې هیواد دې یې افغان امنیتي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

اشرف غني له امریکايي کانګرس سره په کتنه کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو کې دمسولیتونو د ترسره کولو وړتیا شته؛ خو په ځینو برخو کې لا هم دنړیوالو له خوا روزنې ته اړتیا لري.

جوویلسن چې د امریکايي کانګرس ددغه پلاوي مشري یې کوله ژمنه وکړه چې دامنیتي ځواکونو دتجهیز، اکمالاتو او روزنې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتې او له خپل دولته به وغواړي چې د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.

دافغان امینتي ځواکونو د تجهیز مسله دامریکا اوافغانستان ترمنځ یوه له مهمو او ستراتیژيکو موضوعاتو څخه یادول کيږي او افغان دولت هم په وار وار غوښتنه کړې چې نړیوال باید دافغان امینتي ځواکونو د تجهیز او په ځانګړې توګه د هوايي ځواک پیاوړتیا ته خاصه پاملرنه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام