د ویتنام په کوربتوب ۵ م پړاو ساحلي سیالیو کې د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله د لومړي ځل له پاره دویم پړاو ته ورسېده.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د روانو سیالیو په دوام تېره ورځ د افغانستان ساحلي والیبال لوبغاړیو خپلو سیالانو د عمان او تایلینډ هېوادونو لوبغاړیو ته ماتې ورکړې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په لومړۍ لوبه کې میرویس او ذاکر په ګډه تایلنډي سیالانو خالورک او سوپیا ته ماتې ورکړه.
همدارنګه په ورپسې لوبه کې بیا امید او رامین بیا عماني سیالانو داوا او سینا د یوې په زړه پوری لوبې وروسته له ماتې سره مخ کړل.
دواړو افغان ډلو پرونیو لومړیو سیالیو کې بیا د چینایي او قزاقستاني سیالانو پر وړاندې ماتې خوړلې وې.
همدارنګه د روانو ساحلي اسیایي سیالیو په دوام د افغانستان کورش لوبغاړي محمد عارف ملکیار د تایلینډي سیال پر وړاندې ماتې ته غاړه کېښوده.
دغه راز د هنډبال په سیالۍ کې بیا د عمان پر خلاف او د (واټرپولو) په سیالۍ کې افغانستان د چین خلاف ماتې ومنلې.
په روانو سیالیو کې د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې که څه هم په خپل (ډی) ګروپ کې لومړۍ لوبه په سترتوپیر جاپان ته وبایلله؛ خو د تیرې ورځې په سیالۍ کې یې چینایۍ ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې ده، په روانو سیالیو کې به د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله خپله راتلونکې سیالۍ په کوارټرفاینل پړاو کې له ازبکستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه وکړي.