د افغانستان تنکیو ځوانانو ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تنکیو ځوانانو په فوټبال فیسټیوال کې دریمه او وروستۍ لیګ لوبه هم وګټله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې افغان لوبډلې په خپله دریمه لوبه کې بنګله دیشۍ لوبډلې ته دیوې په زړه پورې لوبې وروسته ۰-۱ ماتې ورکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وروپسۍ وروستۍ لیګ لوبه کې افغان ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له کوربه سویلي کوریا (بي) لوبډلې سره لوبه وکړه او په دې لوبه کې یې هم تر ټولو ستره ۰-۴ بریا ترلاسه کړه.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي چې د دې وړاندې افغان ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال په روان (فیسټیوال) کې د سویلي کوریا (الف) لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
دغه راز په روانو سیالیو کې افغان لوبډلې له ختیځ تیمور لوبډلې سره هم لوبه ترسره کړې ده چې بغیر له کومه ګوله په برابره توګه پاې ته رسیدلې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د افغانستان تنکیو ځوانانو ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په روانو سیالیو کې په خپل ګروپ کې د ۳ سترو بریاوو او ۱ مساوي لوبې وروسته لومړی مقام ونیوه.
تېر کال هم افغان ۱۲ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په دې سیالیو کې ښکلې لوبه کړې وه او دویم مقام یې ترلاسه کړی وو.
دیادونې وړ ده چې د افغانستان په ۱۲ کلنه فوټبال ملي لوبډله کې د کابل ، هرات ، کندهار او بلخ ولایتونو لوبغاړي لوبه کوي.