افغانستان په انګلستان کې د کرېکټ پیل شوې بڼې ته له ۱۴ کلونو وروسته دننه شو چې پرون د «وروستي لوبغاړي لوبېدنه» یا Last Man Stand کرېکټ په هېواد کې رسماً پرانیستل شو.
دغه لوبه انګلستان کې مېشت فواد افغانستان ته راوړه چې د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی ستوری او تېز توپاچوونکی حمید حسن ورسره د سفیر دنده لري.
د سیالیو مسوول فواد د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا لوبه له اوسني کرېکټ سره په بېلابېلو برخو کې توپیر لري چې په نړۍواله کچه یی په کم وخت کې خورا پرمختګ کړی.
د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي لهدې لارې د افغانستان د کلیو، ولسوالیو او ولایتونو نه تکړه لوبغاړیو ته زمینه برابره کړي چې په نړۍواله کچه د افغانستان استازیتوب وکړي.
دغه راز افغانستان کې د دې لوبې سفیر حمید حسن له افغان کرېکټ بورډه مننه وکړه چې دوی ته یې په افغانستان کې د دې لوبې د فعالیت چانس ورکړ.
دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي هم په خبرو کې د سیالیو مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې ترڅنګ یې ولاړ دي او هر راز همکارۍ ته به یی اوږه ورکوي.
د وروستي لوبغاړي لوبېدنه “Last Man Stand” ۲۰اوریزې کرېکټ سیالۍ په ۲۰۰۵ کال کې په انګلستان کې پیل شوې. د دې لوبې هر اور ۵ باله وي.
د هری لوبډلې وروستی لوبغاړی هم په یوازې ځان توپوهنه کوي چې له یوې او درې منډو پرته ۲، څلور او ۶ منډې کولی شي.
پهدې لوبې کې توپوهونکی له نیمهسلیزې وروسته له لوبې کېني، په (وایډ) بال ان ۳ منډې هم ورکول کېږي، او د شلم اور په وروستي بال شپږیزه ۱۲ منډې شمېرل کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، دغه بڼه کرېکټ له کرېکټ نړۍوالې شورا سره رسمیت لري چې لهدې وروسته به د افغانستان په شمول په ۱۵ هېوادونو کې کېږي.
اوسمهال ۷ زره کرېکټ کلپونه او نږدې ۱۰۰ زره لوبغاړي پهدې بڼه کرېکټ کې بوخت دي چې هره یوه لوبډله له ځان سره ۸ لوبغاړي لري.
د افغانستان »د وروستي لوبغاړي لوبېدنه» کرېکټ مسوولان وایي چې د دې بڼې کرېکټ نړۍوال جام به هر کال په یو غړي هېواد کې کېږي چې د افغانستان په کچه اتل کرېکټ کلپونه به هم پهکې ولوبېږي.
ټاکل شوې، د Last Man Stand بڼې کرېکټ ټورنمېنټ به د ارزیابۍ وروسته د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په کچه د لومړي ځل لهپاره په رسمي بڼه پیل شي.
که څه هم شخصي کرېکټ ټورنمنټونه په افغانستان کې ښه سابقه نهلري چې د بېلابېلو لاملونو له کبله په هېواد کې شخصي کرېکټ ټورنمېنټ په نشت حساب دی؛ خو د «وروستي لوبغاړي لوبېدنه» بڼې کرېکټ مسوولان باوري دي چې دوی له نړۍوالی اداری سره ۱۰ کلن تړون لري او په هر قسم حالاتو کې دغه کرېکټ افغانستان کې دوام پیدا کولی شي.
ورته مطالب: