افغانستان نن شپه له سنګاپور سره لوبه کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې د سنګاپور فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په نننۍ دوستانه فوټبال سیالۍ د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کی د افغانستان په وخت د شپې ۸ نیمې بجې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخی، د افغانستان اوسنګاپور فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ سیالۍ به د دوحې په احمد بن علي نړیوال فوټبال لوبغالي کې ترسره شي، چی د ۲۵ زرو نندارچیانو د ناستي ځای لري.

دا دریم ځل دی، افغان فوټبال ملي لوبډله له سنګاپورۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

افغان فوټبال ملي لوبدله له تېری یوې اونۍ راهیسې په قطر کې د نوي ګومارل شوي روزونکي اوتو فیستر په روزنه کې په تمریناتو بوخته ده.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې منېجر علي عسکرلعلي سلام وطندار ته ویلي، د سنګاپور خلاف د نننۍ سیالۍ او د یوې اوونۍ تمریناتو موخه راتلونکې اوونۍ د ویتنام خلاف مهمې فوټبال سیالۍ ته ښه چمتووالی دی.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له قطره د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې خلاف د ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام درېیم پړاو لومړۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره کولو له‌پاره د تاجکستان ته ولاړه شي.

د افغانستان او ویتنام فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به د اسیا فوټبال جام ټاکنیزه (تګ) پړاو لوبه، به د مارچ په ۲۸نېټه د افغانستان په کوربتوب د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې ترسره شي.

افغانستان او سنګاپور داسې حال کې د دوستانه سیالۍ له‌پاره میدان ته وځي، چې افغانستان د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې ۱۵۶ خو سنګاپور بیا ۱۶۳ مقام کې ځای لري؛ د ویتنام لوبډله بیا د افغانستان خلاف د روانې میاشتې سیالۍ له‌پاره له فیفا سره په ۱۳۶ مقام کې اعلان شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام