ټاکل شوې ده، چې د افغانستان معلولیت لرونکي کرکټ ملي لوبډله روانه اوونۍ (اپرېل ۲۹مه) نېټه د ۳ نړېوالو کرکټ سیالیو لوبولو له پاره هندوستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د معلولینو کرکټ څانګې مسوول عبدالمنان مسعود سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان ۱۴ کسیزه معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله به له هندۍ ملي لوبډلې سره ۳ لوبې ترسره کړي.
د نوموړي پر وینا، چې ښایي دغه سیالۍ به د هندوستان په (ډي، ډي سپورټ) ټلویزیون په څپو هم په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته وښودل شي.
ټاکل شوې ده پلان شوې ۳ نړیوالۍ سیالۍ به د راتلونکې " می" میاشتې په لومړۍ، دویمه او درېیمه نیټه په هندوستان کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړې ځل دی چې د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله د داسې نړېوالو سیالیو ترسره کولو له پاره هندوستان ته لېږل کیږي.
د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې د ښه تیاریو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا اوسمهال په کابل کې روزنیز کمپ پیل شوی دی، چې څو ورځې به روان وي.
د معلولینو کرکټ څانګې مسوول او روزونکي عبدالمنان مسعود په وینا، په کابل کې پیل شوي روزنیز کمپ کې د هیواد د ټولو زونونو څخه تکړه لوبغاړي برخه لري، چې د ملي روزونکو له خوا روزل او څارل کیږي.
د مسعود پر وینا، په روزنیز کمپ کې افغان روزونکي له لوبغاړو سره په فیزیکل فټنس، بالینګ، بیټینګ او فیلډینګ برخه کې کار کوي.
د معلولیت لرونکو کرکټ څانګې مسوول زیاته کړه، هڅه یې داده ترڅو هغه غلطۍ له مینځه یوسي، چې په خپلو وروستیو نړیوالو سیالیو کې یې ترسره کړي دي او د هندوستان خلاف ښې لوبې وکړي.
د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې د تېر۲۰۱۵ م ز کال په سبټمبر میاشت کې د بنګله دیش په کوربتوب په ۵ اړخیزه کرکټ ټورنامنټ کې برخه واخیسته، چې هندوستان، پاکستان او انګلستان ته د ماتو خوړلو ترڅنګ یې کوربه لوبډلې بنګله دیش ته ماتې ورکړه او د یوه روښانه راتلونکي ثبوت یې ورکړ.
د افغانستان په کرکټ بورډ کې د معلولیت لرونکو وګړو د کرکټ د پرمختګ له پاره د "سویډن کمیټه" له افغان کرکټ بورډ سره مالي ملاتړې ده.