افغان کرکټ بورډ مینه والو ته زیری ورکړ، چې د حبیب بینک لوبډلې خلاف ۵۴ اوریزه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه په تلویزیون ورته وښایي.
کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې دغه سیالۍ به د افغانستان ملي تلویزیون او دغه راز له شخصي وطن تلویزیون له خوا کرکټ مینه والو ته وښودل شي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او پاکستان د حبیب بینک لوبډلو ترمینځ ۵۴ اوریزه لوبې د روانې (می) میاشتې په ۲۹ مه نیټه پیل شي.
دواړه لوبډلې اوسمهال په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د ۲ څلور ورځنیو سیالیو په وروستۍ لوبه کې بوختې دي، چې سبا پای ته رسیږي.
د لومړۍ ۴ ورځنۍ لوبې د برابریدو وروسته دویمه لوبه کې افغان پرمختیایي لوبډلې د کپتان احسان الله جنت او منیراحمد د سلیزو په مټ میلمه لوبډلې ته د سیالۍ ګټلو په موخه د ۴۸۱ منډو غره په څیرهدف ټاکلی.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اعلان شوي مهال ویش له مخې به لومړۍ سیالۍ د روانې میاشتې په ۲۹ مه او ۳۱ مه نیټه، خو ورپسې ۲ پاتې پنځوس اوریزه لوبې به د راتلونکې (جون) میاشتې په ۲ مه او ۴ مه نیټه په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د کرکټ بورډ له خوا د اعلان شوي مهالویش له مخې به ټولې پلان شوې ۵۰ اوریزه لوبې به سهار ۹ بجې پېلیږي او باید د مازدیګر تر ۴ نیمو بجو پای ته ورسیږي.
که څه هم د دواړو افغانستان او حبیب بینک لوبډلو ترمینځ سیالیو ته د نن پرته ۲ ورځې وخت پاتې دی، خو افغان کرکټ بورډ تراوسه په ډاګه کړې نه ده، چې د حبیب بینک لوبډلې خلاف به د افغانستان اوسنۍ پرمختیایي او کنه د نورو لوبغاړو په شتون کې لوبډله ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کپتان په شمول مخکښه او نامتو لوبغاړي اوسمهال د کرکټ بورډ له خوا داروپا سفر له پاره د انګلستان ویزو ترلاسه کولو له پاره هندوستان ته لیږل شوي.
کرکټ بورډ وړاندې اعلان کړی وو که لیږل شوي ۱۱ ملي لوبغاړي ژر د انګلستان ویزې ترلاسه کړي، نو د حبیب بینک لوبډلې خلاف به په ۵۰ اوریزه لوبو کې ولوبول شي.
افغان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ۳ مشهوره لوبغاړي شاهد افریدی، عمرګل او احمد شهزاد به هم د یو ورځنیو سیالیو له پاره له حبیب بینک لوبډلې سره د لوبیدو په موخه کابل ته راشي، خو یادو لوبغاړو پخپله په دې اړه څه نه دي ویلي.