افغانستان سکاټلینډ ته د ۳۷ منډو په ماتې ورکولو سره، لومړۍ لیکه کې راغی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه د ټاکنیز پړاو ټورنمېنټ درېیمه بریا هم خپله کړه او د (بي) ګروپ لومړۍ لیکه کې پاتې شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان بېګا شپه د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۳۷ منډو په توپیر سره کوربنه سکاټلینډۍ لوبډله په ګونډو کړه.

خبرپاڼه لیکي، چې په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي وار کولو سره که څه هم نوروز منګل بغیر له کومې منډې له لاسه ورکړ، خو شهزاد محمدي د نیمه سلیزې، کپټان اصغرستانکزي ۳۴، نبي عیسی خېل ۳۳ او نجیب الله ځدران ۳۷ منډو په ګډون په زړه پورې لوبه وکړه.

د خبرپاڼه له مخې، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلینډۍ لوبډلې ته په پوره ۲۰ اورونو کې د شهزاد محمدي د ۷۵ منډو په کولو سره د خپل شل اوریز کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ستر ۲۱۱ هدف ورکړ.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې افغان بالرانو سکاټلینډۍ لوبډلې هدف ته له رسدلو څخه ایساره کړه او په وروستي اور کې یې په ۱۷۳ منډو وسوځوله چې نبي عیسی خېل او حمید حسن د سیالې لوبډلې درې – درې خو میرویس اشرف ۲ او دولت ځدران بیا یو لوبغاړی وسوځولو.

شهزاد محمدي په پرله پسې توګه په روان ټورنمېنټ کې د دویم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د سکاټلینډ پر خلاف د سترې بریا وروسته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو په اعلان شوې درجه بندۍ کی افغانستان د ټیسټ کرکټ بله لوبډله بنګله دېش هم شا ته پرېښوده او په نړیواله درجه بندۍ کې نهم مقام ته ورسېدله.

ټاکل شویده د روان ټاکنیزپړاو په څلورمه سیالۍ کې به افغان کرکټ ملي لوبډله نن مازیګر ۵ بجې او ۴۵ دقیقې له کینیا کرکټ ملی لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

که څه هم د سر په سر دریو بریاوو وروسته دراتلونکې کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان رسیدل کره ښکاري خو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به دافغانستان درسیدو اعلان د ننۍ بریا وروسته په رسمي توګه وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام