افغانستان سبا له ازبکستان سره د فوټبال لوبه کوي

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله سبا په یو پراتم پړاو (کوارټرفاینل) لوبه کې له ازبکستان لوبډلې سره سیالي وکړي.

د ویټنام په کوربتوب ۵ م پړاو ساحلي سیالیو کې افغان لوبډله د لومړي ځل له پاره دویم پړاو ته رسېدلې ده، چې چین ته یې ماته ورکړه.

دغه راز د روانو سیالیو په دوام بیا نن د افغانستان ۲ والیبال ساحلي لوبډلو د عمان او چین لوبډلو په وړاندې ماتې وخوړې او کوارټرفاینل پړاو ته ونه رسېدې.

امید او رامین د عماني احمد او هیتم په وړاندې، خو ذاکر او میرویس بیا د چینایي یانټي او زو خلاف ماتو ته غاړه کېښوده او له مخکې تګ بې برخې شول.

همدارنګه په روانو سیالیو کی بیا د افغانستان هنډبال ساحلي لوبډله نن له سریلانکا سره سیالۍ ترسره کړه، چې له ماتې سره مخ شوه.

د افغانستان هنډبال ملي لوبډلې پرونۍ لومړۍ سیالۍ هم دعمان ساحلي هنډبال لوبډلې خلاف بایللی وه او په روانو سیالیو کی یی په ماتی سره پیل کړی وو.

ټاکل شویده دروانو اسیایي ساحلي سیالیو په دوام به دافغانستان هنډبال ملي لوبډله سبا د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له جاپان ساحلي هنډبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي چې د مخکی تګ او دوهم پړاو ته درسیدو چانس یی کم بریښي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام