افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام دویم پړاو ته ورسېد

د افغانستان ځوانې ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ په کوربتوب روانو ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دویم بری هم خپل کړ او د ۱۲م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام (کوارټرفاینل) پړاو ته ورسېده.

د کرکټ نړيوالې شورا د خبرپاڼې له‌مخې، افغانستان نن ښې سیالۍ کې د ۳۲ منډو په توپیر سریلانکایۍ ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له ماتې سره مخ کړه او په روان جام کې د ۸ غورو لوبډلو(کوارټرفاینل) پړاو ته ورسېد.

د کرکټ نړیوالې شورا د مهال‌وېش له‌مخې به اوس افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د نیوزیلینډ په کوربتوب د روانو سیالیو په حذفي (کوارټرفاینل) پړاو راتلونکې لوبه کې د لومړي ګروپ دویم مقام ګټونکې لوبډلې سره ولوبېږي چې ښایي د کوربه نیوزیلینډ او یا هم د سویلي افریقا  ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې څخه یوه لوبډله وي.

په ننۍ بریا سره د اسیا کرکټ جام اتلې افغان۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه د مالیزیا په کوربتوب د ۱۹ کلنو اسیایي جام سیالیو د ماتې غچ هم واخېست.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، په نننۍ سیالۍ کې افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ لوبه وکړه چې د ابراهیم ځدران د ۸۶، دروېش رسولي ۶۳ او اکرام علي‌خېل د ۵۵ منډو په‌واسطه یې د ۷ لوبغاړیو په سوځېدو په پوره ۵۰ اورونو کې ۲۸۴ منډې جوړې کړې.

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې د سریلانکایۍ لوبډلې پاڼۍ د باران ښکار وه چې ۲ ځلې یې لوبه ودرلوله؛ خو افغان لوبډلې په وار ـ وار د سریلانکا وېکټې ترلاسه کړې او یاده لوبډله یې هدف ته پرې‌نه‌ښوده.

سریلانکایۍ ۱۹ کلنی کرکټ ملي لوبډلې د لومړي باران ورېدو پورې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې‌وې او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو چې د بیاځلي باران له کبله د سیالۍ ځنډېدو سره دغې لوبډلې ته د (ډکورت لویس) قانونو له‌مخې په ۳۸ اورونو کې د ۲۳۵ منډو هدف ورکړل شو چې په ځواب کې یی ټوله لوبډله د نوین‌الحق د ۴ او د عظمت‌الله او قیس‌احمد د دوو ـ دوو وېکټو په‌واسطه په وروستي ۳۸م اور کې په ۲۰۲ منډو وسوځېده.

د یو شمېر نورو افغان لوبغاړیو د ښه ځلېدو سره ـ سره ابراهیم ځدران د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې‌ده، افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به په‌خپلې وروستۍ ګروپي سیالۍ کې راتلونکې شنبه د شپې ۲ بجې له ایرلینډۍ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي چې خپلې دواړه لومړۍ سیالۍ یی بایللي دي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د افغانستان هېڅ ګروپي لوبه په ټلوېزیون خپره نه‌شوه؛ خو د راتلونکې لوبې په شمول چې څومره مخکی ځي؛ ټولې سیالۍ به په ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام