افغانستان د فوټسال اسیایي سیالۍ بحرین ته په ماتې ورکولو پای ته ورسولې

د افغانستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې د اسیا په فوټسال سیالیو کې بحرین ۲۰ کلنې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د تایلینډ په کوربتوب د ۲۰ کلنو اسیایي فوټسال سیالیو کې د افغانستان ۲۰ کلنې ساحلي فوټسال ملي لوبډلې د ۵ لوبو وروسته په ۳ بریاوو او ۲ ماتو ټولټال ۹ امتیازونو سره په خپل الف ګروپ کې له عراق او تایلینډ وروسته د خپل ګروپ دریم مقام ترلاسه کړ.

د دې سیالیو په وروستۍ لیګ لوبه کې افغان لوبډلې ۴ د ۱ ګول په وړاندې نن د بحرین لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېیمه بریا یې خپله کړه.

له دې مخکې افغانستان پرون د کوربه تایلینډۍ ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې د ماتې خوړلو وروسته په روانو سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه.

افغانستان د تایلینډ په ۲۰ کلنو فوټسال سیالیو کې ۵ لوبې ترسره کړي، چې په ۳ کې یې بریاوې خپلې کړي او ۲ سیالۍ یې د عراق او تایلینډ په وړاندې وبایللې.

افغان ۲۰ کلنې ساحلي فوټسال ملي لوبډلې دغه سیالۍ برونایې فوټسال لوبډلې ته ۱۴ د ۱ ګول په وړاندې په سترې بریا سره پیل کړې، چې ورپسې لوبه کې یې مالیزیا ته هم ماته ورکړه.

د تایلینډ په کوربتوب د ۲۰ کلنو په اسیایي فوټسال سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۱ هېوادونو لوبډلو په ۴ بېلابېلو ګروپونو کې لوبې ترسره کړې.

د لومړي پړاو وروسته له دویم ګروپ څخه اندونیزیا او ویتنام، ، له دریم ګروپ څخه ازبکستان او لبنان او څلورم ګروپ څخه ایران او منګولیا لوبډلو کوارټرفاینل  پړاو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.

په دې سیالیو کې تراوسه د افغانستان له خوا جواد حیدري په ۱۰ ګولونو د ګډون کوونکو لوبډلو او لوبغاړو په کتار کې مخکښ ګول وهوونکې دی.

د اسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل او د ۱۱ ورځو لوبو وروسته به د مې په ۲۶مه نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان پای ته ورسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام