د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه د اسیا غوراوي پړاو سیالیو له پاره مالیزیا ته رسېدلې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله اوسمهال هلته خپلو رسمي سیالیو ته د پوره تیاریو په موخه تمرینات کوي او خپله لومړۍ رسمي سیالۍ به د راتلونکې شنبې په ورځ مالیزیا سره وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د حضرت ګل باران او مرتضی جعفري د ګولونو په مټ د اسیا دریم مقام لرونکې لبنانۍ ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خلاف تمریني سیالۍ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته مساوي پای ته ورسوله.
د مالیزیا په کوربتوب د ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې له پاره ټاکنیز پړاو سیالۍ راتلونکې اوونۍ پیلیږي، چې افغانستان خپله لومړۍ رسمي سیالۍ د راتلونکې شنبې په ورځ د مارچ په ۴ نېټه د کوربه لوبډلې مالیزیا خلاف ترسره کړي.
افغانستان ساحلي فوټبال نړیوال جام ته په اسیایي ټاکنیز پړاو کې دویمه لوبه د مارچ په ۵ نېټه له چین، درېیمه لوبه د مارچ په ۶ له ایران او د (الف) ګروپ وروستۍ لیګ لوبه د مارچ په ۷ نیټه له بحرین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د اسیا په پیلېدونکو غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۳ هېوادونه برخه لري، چې په ۳ ګروپونو کې به د مارچ تر ۱۱ نېټې ساحلي فوټبال نړیوال جام ته د رسېدو له پاره سیالۍ وکړي.
د مالیزیا په کوربتوب له اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو یوازې ۳ لوبډلې د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
افغانستان د ساحلي فوټبال نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې په نړیواله کچه ۶۵ او په اسیایي کچه ۱۱ مقام لري.