افغانستان د اسیا تکواندو سیالۍ په ماتو سره پیل کړې

د افغانستان ۲ لوبغاړو محسن رضایي او احمد بخشي نن سه شنبه( اپرېل۱۹مه) د اسیا په اتلولۍ لیګ تکواندو سیالیو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ماتې وخوړې.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې محسن رضایي په ۵۴ کیلو ګرامه وزن کې او احمد بخشي بیا په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې لوبه وکړه.

د راپور له مخې، چې د افغانستان له خوا محسن رضایي په ۵۴ کیلو ګرامه وزن کې د منګولیایي سیال (ګانډورج بولډباتار) پر وړاندې او احمد بخشي بیا په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د تایلیڼدي سیال (کلمپونګ نوتاوي) پر وړاندې ماتې ومنله.

ټاکل شوې ده، چې ددې سیالیو په دوام به سبا افغان لوبغاړی محمد شریف مرادي په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې د بحریني سیال خلاف او محمد رضا باصر په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې د چینایي سیال خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

د اسیا اتلولۍ لیګ تکواندو سیالۍ پرون د فیلیپین هیواد په کوربتوب پیل شوې، چې په کې د اسیا وچې څخه تکړه لوبغاړي لوبیږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې په دې سیالیو کې د افغانستان له خوا د ۶ تکړه تکواندو لوبغاړو په شمول ۲۳۹ لوبغاړي برخه لري.

د افغانستان له خوا په نورو لوبغاړو کې محمد شریف مرادي په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې، محمد رضا باصر په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې، کفایت الله غیاثي په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې او رامش حسیني په ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې برخه د خپلو سیالانو پر وړاندې د اتلولۍ له پاره لوبیږي.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ د ۳ ورځو لوبو وروسته سباد غوره لوبغاړو او په هر وزن کې به د اتلانو په پېژندلو سره پاي ته ورسیږي.

په دې سیالیو کې که څه هم ښځینه لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړل شوی، خو د افغانستان له خوا د تکواندو په پیل شویو سیالیو کې هیڅ ښځینه لوبغاړې شتون نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام