افغانستان بوتان ته په فوټبال کې ماته ورکړه

د سويلي اسيا فوټبال لوبو کې افغانستان بوتان ته په درې ګولونو ماته ورکړه.

د لوبې له پېله افغان لوبډله تر ډېره پر لوبې واکمنه وه، چې د۵۰ سلنې څخه زیات د مېدان توپ د افغان لوبډلو په واک کې و.

د افغانستان د فوټبال لوبغاړي د بوتاني لوبغاړو په پرتله  په مېدان کې تر ډېره پر خپلو ځانونو متکي ښکارېدل.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۴۳ دقیقو کې دوه ګولونه د حریف دروازې ته ووهل، چې د لوبې لومړۍ نیمايي د افغانستان په ۲ ګولونو او د بوتان په صفر ګول سره پای ته ورسېده.

بوتان ۲۴ سلنه پر لوبې واکمن و.

د لوبې په اوله نیمايي کې لومړی ګول خیبر اماني له خوا او دویم يې هم د مسیح صیغاني له لوري ووهل شو، چې په دویمه نيمايي کې د لوبې په ۵۴ دقیقه کې خیبر اماني یو ځل بیا وتوانېد، چې د حریف دروازې ته بل ګول هم ووهي.

داسې ښکارېده، چې افغان لوبډلې د برید او مقابل ټيم دفاعي حالت ځان ته غوره کړی و.

په لوبه کې افغان لوبډلې یو شمېر فرصتونه له لاسه هم ورکړل، خو مقابل لوري هم داسې زیات د ګول وهلو هڅه نه کوله.

د یادولو ده، چې له دې وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره هم د فوټبال لوبه وکړه، خو هغه هېواد ته يې بیا ۴ مقابل د صفر ماتې ورکړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام