افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې و نه شوای کړای، چې د ځوانانو په ۱۱ م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې خپل د تیرځل ۷ م مقام وساتي، په خپل ګروپ کې د ۲ ماتو او بریا وروسته درېیم مقام کې پاتې شوه او اوس به د ۹ م مقام له پاره لوبیږي.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د بنګله دیش په کوربتوب نړیوال جام سیالیو کې ۳ لوبې ترسره کړې، چې پاکستان او سریلانکا نه یې ماتې وخوړې، خو یواځینۍ لوبه یې هم په ډیره مشکله د ۶ لوبغاړو په سوځیدو له کاناډا څخه وګټله.
په درې واړو سیالیو کې د افغانستان له پاره یواځې طارق ستانکزی په دې بریالې شو، چې د پاکستان او کاناډا خلاف سیالیو کې د ۲ نیمه سلیزو په مټ ټولټال ۱۱۳ منډې جوړې کړي.
دغه راز د افغانستان له پاره شمس الرحمان په ۳ سیالیو کې په ۶ ویکټو مخکښه افغان بالر و، چې په دې سیالیو کې د افغانستان له پاره ښه وځلید.
افغانستان په خپل (ب) ګروپ کې د پاکستان او سریلانکا وروسته، خو د کاناډا وړاندې درېیم مقام ترلاسه کړ، چې نه یواځې په روان نړیوال جام سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه ترڅنګ یې د خپل ۱۰م پړاو نړیوال جام ۷ م مقام هم له لاسه ورکړ.
ټاکل شوې ده، چې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به د ګروپ سیالیو وروسته دروانو سیالیو په دوام په (پلیټ چمپین شپ) سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ټولو سیالیو په ګټلو سره د ۹ م مقام ترلاسه کولو په موخه د فیبرورۍ په ۵ مه نیټه له (فیجي) لوبډلې سره ترسره کړي، چې په ګټلو سره به یې له سویلی افریقې، سکاټلینډ ، نیوزیلینډ او یا هم ایرلینډ سره نیمه پای لوبه ترسره کړي.
دا سر په سر ۴ م ځل دی چې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي، چې هرکال تر بله مخکې شویده خو سږکال دلومړي ځل لپاره وروسته پاتې شوه.
ددې وړاندې افغانستان په لومړي ګډون سره وروستې ۱۶ م ، په دویم ګډون کې ۱۰ م او په تیر۲۰۱۴ م کال کې ۷ م مقام ترلاسه کړې وو.
په ۱۱ م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیوکې د کرکټ زیاتره مینه وال د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملی لوبډلې ناکامۍ د کرکټ بورډ له خوا ۱۹ کلنې لوبډلې ته د تکړه او مشهوره لوبغاړو په ځای د خپلې خوښې او واسطه لرونکو لوبغاړو لوبول په ګوته کوي، خو کرکټ بورډ بیا دا تورونه ردوي.
د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله په روان نړیوال جام سیالیو کې په داسې حال کې نه یواځې ماتې خوري ترڅنګ یې خپل پخوانی مقام له لاسه ورکوي، چې د افغانستان په څیر دویمه درجه غړیتوب لرونکې نمیبیا لوبډلې بیا د سیالیو دفاعي اتله سویلي افریقه او ترڅنګ یې ایرلینډ او نیپال بیا د نیوزیلینډ په څیر بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله له ماتو سره مخ کړې.