افغانستان اوس هم د انسان ضد ماینونو له ګواښ سره مخ دی

د افغانستان د بېړنيو پېښو پر ضد د مبارزې اداره وايي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴ زره سیمې چې ۱۶۲۰ کلي کېږي لاهم  ۵۲۴ کیلومتره مربع ځمکه کې ناچاوده توکي د خلکو ژوند ګواښي.

د يادې ادارې رییس ډاکتر دایم کاکړ پنجشنبه ( اپرېل ۲/ ۲۰۱۵مه) په کابل کې د ماین پاکۍ نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هره میاشت ۳۸ کسان ماین چاودنو کې مړه یاهم ټپيان کیږي.

نوموړي زياته کړه، چې په  ۱۳۹۳ م لمريز کال کې د ماین پاکونې په برخه کې ۴۲ سلنه بوديجه کمه شوې وه، چې په وينا يې که سږکال بیا هم بوديجه کې کموالي راشي، نو د ماين پاکونې پروګرام به له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې له ۲۵ کالو راهيسې د ماین پاکونې بهیر پیل شوی، چې ۱۸ میلیونه ناچاوده توکي یې شنډ کړي.

په دې موده کې نږدې ۱۰۰۰ ماین پاکان وژل شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې له ۲۰۱۰ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې د ماین پاکونې پر کارکوونکو ۲۲۱۱ بریدونه شوي، چې ۷۳ ماین پاکان په کې وژل شوي او ۸۵ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وایې، د ماین پاکۍ نړېوال کنوانسیون د پرېکړې له مخې افغانستان ژمن دی، چې تر ۲۰۲۳ زیږدیزکال پورې ټول ناچاوده توکي پاک کړي.

سعودي عربستان، هالنډ، امریکا، استرالیا، جرمني، جاپان، سویډن او یو شمیر نورو هېوادو له افغانستان سره په ماین پاکونه کې پراخې مرستې کړې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام