افغانانو د منظور پښتون د نيولو په غبرګون کې لاريونونه وکړل

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون نیول کېدو په اړه لاریونونه او اعتراضونه شوي دي.

دا لاریونونه وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې پر شپه د پېښور په تاکال سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د هغه هېواد پولیسو ونیو چې ورسره سم د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د پښتنو غبرګونونه هم راوپارېدل.

د سې شنبې په ورځ د ختیځو دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ تر څنګ کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د منظور پښتون د نیول کېدو په غبرګون د ولسي وګړیو پراخ لاریونونه او اعتراضیه ناستې وشوې.

د دغو ټولو ولایتونو لاریون والو د منظور پښتون مبارزه حقه وګڼله او د هغه نېول کېدل يې وغندل. لاريونوالو لیکل شوي شعارونه هم له ځانه سره لېږدول چې په کې د پښتين د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنې شوې وې.

د کونړ یو لاریونوال او پخواني سناتور رفیع الله حیدري د لاريون په پای کې د يوه پرېکړه لیک د لوستلو پر مهال وویل، پاکستاني حکومت له کلونو راهیسې هغه هېواد کې د پښتون ولس پر وړاندې له زور، زیاتي کار اخيستی او نه پرېږدي چې هلته پښتانه ارام ژوند ولري.

نوموړي وویل، پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د پردیو دسیسو او سیاستونو ښکار شوي؛ خو اوس یې وخت دی چې دغه لوی قوم د خپلو حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره غږ پورته کړي.

د ننګرهار او کونړ لاریونوالو پر پاکستاني حکومت، ای ایس ای او نورو هغو د مرګ شعارونه ورکول چې د پښتنو د غږ خپه کولو کوښښ کوي.

ننګرهار کې مدني فعال او د سلګونو لاریونوالو له ډلې یوه، ډاکټر اسدالله ښالېز وویل، پاکستان هغه څوک ځوروي چې نړۍ ته د پښتنو اصلي څېرې ښودلو تر څنګ هغوی ته حقوق غواړي.

په ورته وخت کې په کندهار کې هم راټولو شویو سلګونو لاریونوالو د منظور پښتون نیول کېدل وغندل او د بشري حقونو پر ادارو یې غږ وکړ چې پر پاکستان فشار راوړي، څو په هغه هېواد کې پر پښتنو روان زور، زیاتی پای ومومي.

د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، مخکني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاستوالو هم ژر تر ژره د پښتون د خوشې کېدو غوښتنې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د منظور پښتین د نیونې په تړاو غبرګون کې ویلي چې د منظور پښتون او د هغه د ملګرو نیونې خواشینی کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ولسمشر غني ټوېټري پیغامونه د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون د نیول کېدو غبرګون کې نن د پاکستان بېلابېلو  سیمو کې هم لاریونونه شوي او د پي ټي ام مشران وايي، دا لاریونونه به تر هغې دوام کوي چې څو منظور پښتون ازاد شوی نه وي.

په ورته مهال د منظور پښتون نيونې د انساني حقونو د فعالانو، نړیوالو ادارو او چارواکيو غبرگون هم را پارولی دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې د منظور پښتون د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

منظور پښتون داسې مهال نيول شوی چې همدا تېره اوونۍ يې د پښتونخوا په بنو کې د زرګونو راټولو خلکو غونډې ته په وينا کې د پاکستان په حکومت تنُدې نېوکې کړې وې.

په دې تړاو:

د منظور پښتون د نیولو پر وړاندې غبرګونونه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام