
په کابل کې یو شمېر سیاسي څېرو او بېلابېلو بنسټونو نن د (سپټمبر پر ۲۸مه) په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، چې «پخوانی ولسمشر حامد کرزی باید محاکمه شي.»
د سولې د عالي شورا غړي فضل کریم ایماق په غونډه کې وویل، چې حامد کرزي له یوې رسنۍ سره د هېواد د پخواني سیاسي مشر په توګه نه، بلکې په عصبانیت سره د طالبانو په پلوۍ خبرې کړي دي.
د ایماق په خبره، کرزی د طالبانو قتل عام هېروي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې طالبان افغانان دي او حق لري، چې هر ځای ونیسي.
په ورته وخت کې د غونډې یو ګډونوال عطا محمد دهقان وویل، چې د کرزي وروستۍ څرګندونې د هغو امنیتي سرتېرو او وطنوالو وینې ته بې حرمتي ده، چې له طالبانو سره په نښتو کې شهیدان شوي دي.
د دهقان په خبره، وروسته له دې باید د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر باید وروسته له دې د ده په نامه یاد نه شي.
په ورته وخت کې د حکومت اجرایوي رییس په یوه غونډه کې وویل، چې د حامد کرزي په شان د یو سیاسي مشر دا ډول خبرې په ښکاره له طالبانو د ملاتړ په معنا دي.
د عبدالله پر وینا، د پخواني ولسمشر کرزي خبرې په دې معنا دي، چې په تېر کې له طالبانو سره جنګ یو نامشروع جنګ و.
د حامد کرزي دا ډول څرګندونو د ولسي جرګي غړي هم قهرولي دي. دوی وايي، چې دا ډول اظهارات د افغان ملي ځواکونو روحیه کمزورې کوي.
د ولسي جرګې غړي ظاهر سعادت وویل، چې د کرزي خبرې د دې معنا لري، چې دی په پټ ډول د طالبانو ملاتړی دی.