د کرکټ یوې نړیوالې ویبپاڼې (کریک ویز) د څیړنېزراپور له مخې خبر ورکوي، چې اصغرستانکزي په خپله کپتانۍ کې د کرکټ نړۍ مخکښه او مشهوره کرکټ لوبغاړي شاته پریښي.
اصغرستانکزی د کپتان ټاکل کیدو وروسته په ۱۹ نړیوالو لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپتاني کړیده او په ۱۶ بریاوو خپلولو بریالی شوی دی، چې اوسمهال د کرکټ په تاریخ کې ساری نه لري.
دغه راز اصغرستانکزي په خپله کپتانۍ کې له عمان، هانګ کانګ او عربي اماراتو ۳ ماتې هم خوړلي دي، خو د بریاوو سلنه یې نیږدې ۸۵ ته رسيږي.
په ۸۴ اشاریه ۲۱ سلنه بریاوو سره اصغرستانکزي په کرکټ نړۍ کې اوسني او پخواني ټول کپتانان شاته پریښي دي چې له اسټرالوي مایکل کلارک، پاکستاني شعیب ملک، سویلي افریقایي ګریم سمت او انګلستاني پال کالینګ ووډ څخه په کپتانۍ کې ښه ځلیدلی.
دیادونې وړ ده، چې اوسمهال د اصغرستانکزي پرته دغه یو کپتان هم په نړیوالو سیالیو کې د خپلو لوبډلو کپتاني په غاړه نه لري.
اصغر ستانکزي نه یواځې نړیوال سیالان شاته پریښي؛ بلکې افغان کرکټ ملي لوبډلې هم په کمو لوبو کې د ډیرو شل اوریزه لوبو په بریاوو کې هندۍ لوبډله شاته پریښې ده.
افغانستان له ۲۰۱۴ م کال راهیسي په ۴۴ لوبو کې د ۲۸ بریاوو او ۱۶ ماتو وروسته د کرکټ نړۍ ترټولو مخکښه لوبډله اعلان شوې ده چې د بریاوو سلنه یې نیږدې ۶۴ ده.
په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې په کمو لوبو کې د زیاتو بریاوو ریکارډ هم د هندوستان، سویلی افریقې، پاکستان او سریلانکا لوبډلو څخه وړاندې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره دې.
همدارنګه افغانستان روان کال ۸ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي او د ټولو لوبډلو زیات په نیږدې ۸۸ سلنه ګټې سره یې په ۷ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي.