ارګ: د پاکستان په اړه ملګرو ملتونو ته د شکایت له پاره مو کافي اسناد ټول کړي

 

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې افغان دولت د پاکستان د لاسوهنې په اړه کره اسناد لري او زیاته یې کړه، چې په مناسب وخت کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له پاکستانه شکایت وکړي او دغه اسناد به وړاندې کړي.

مرتضوي وايي، چې د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي د دغه کار مسوولیت لري.

د افغان حکومت د دغه دریځ په اړه د چارو ځېنې شنونکي وايي، دا یو مناسب وخت دی، چې د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان په اړه خپل شکایت ثبت کړي.

شنونکي وايي، چې په اوسني حالت کې د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په تېره بیا روسیه، چین او فرانسه له هغو هېوادونو دي، چی له ترهګریزو بریدونو وېره لري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب هم لري.

دوی زیاتوي، همدا ښه مناسب وخت دی، چې افغان دولت د پاکستان پر خلاف شکایت درج کړي، ځکه د دوی پر وینا په دې سره به افغانستان وکولای شي د امنیت شورا ملاتړ ترلاسه کړي.

په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد طاهر هاشمي وویل، چې د افغانستان دولت د پاکستان د لاسوهنې، توغندیزو بریدونو، په جګړه کې د طالبانو په ملاتړ د پاکستاني ملیشو ګډون او نور داسې ډېر اسناد شته چې حکومت یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان په خلاف کارولی شي.

هاشمي وايي، حکومت باید د دې تر څنګ د نړۍ په کچه جدي کار وکړي او د نړۍ قوي ملاتړ تر لاسه کړي؛ تر څو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

د کابل پوهنتون دغه استاد زیاتوي، چې دولت باید په دې برخه کې په کافي اندازې سره قوي دلایل او اسناد ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني د مهمو دولتي چارواکو پر ریاست له برید وروسته د ملي شورا دواړو خونو د ګډې غونډې برخوالو ته په فوق العاده غونډه کې ویلي و، چې د ترهګریزو ډلو د نابودولو له پاره به افغان دولت له ټولو امکاناتو کار واخلي.

غني په ځانګړي ډول ویلي و، چې په ملګرو ملتونو کې به د پاکستان په اړه شکایت وکړي، چې دوی ترهګر ساتي او روزنه ورکوي.

که افغان دولت د پاکستان خلاف ملګرو ملتونو ته شکایت وړاندې کړي، ملګري ملتونه دا شکایت څېړي؛ که د افغانستان د شکایت موضوع حقوقي استدلال او اسناد ولري، بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کېږي او هلته وروستۍ پرېکړه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام