
اوس تر بل هر وخته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو کارول ډېر شوي دي. یوشمېر ماشومان په هغو پیسو چې په اخترونو یا نورو مراسمو کې یې راټولوي، پټاقۍ او پلاستیکي وسلې اخلي او لوبې پرې کوي.
که څه هم ماشومانو په دا ډول لوبو خوشحالېږي، خو د اروانپوهانو په وینا، د یادو وسایلو کارول چې د تاوتریخوالي لامل کېږي، د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي.
ارواپوه ژولیا میرزايي د ماشومانو له لوري د پلاستیکي وسلو او پټاقیو کارولو اندېښنمنه کړې او وايي چې چاپېریال د ماشومانو پر ذهن او برداشت ژور اغېز کوي.
کابل ښاریان بیا یوشمېر کورنۍ تصویري رسنۍ د پټاقیو او پلاستیکي وسلو د کارولو په دودولو تورنوي.
د دوی په وینا، کورنیو، دولت او مسوولو بنسټونو پهدې برخه کې خپل رول نهدی ادا کړی.
د کابل اوسېدونکي شاهمحمد او اکبر وايي، ماشومان له هغو سریالونو او فلمونو نه تقلید کوي چې د تاوتریخوالي لامل کېږي.

خو د کابل پولیس د اختر په ورځو کې د لسګونو هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې پلاستیکي وسلې او پټاقۍ یې پلورلې یا یې هم کارولې.
د کابل امنیې قومنداني ویاند فردوس فرامرز وايي، د کورنیو چارو وزارت له لوري د پلاستیکي وسلو پلورل منع شوي او پولیسو د پلاستیکي وسلو شاوخوا ۵۰ کارتنونه چې په پرچون ډول پلورل کېدل، نیولي دي.
د هغه په وینا، د کابل پولیسو د اختر په ورځو کې شاوخوا سل کسان د پټاقیو او پلاستیکي وسلو د کارولو په تور نیولي او ۱۵۰ نور یې چې ماشومان هم پهکې وو، د هغوی د کورنیو په ضمانت بېرته خوشې کړي دي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت د پټاقۍ او پلاستیکي وسلو پېر او پلور او کارول منع کړي، خو لا هم یاد توکي په بازارونو کې پلورل کېږي.