احدي: د حکومت مشروعیت له پاره باید نوې ټاکنې وشي

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وایي، چې د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافات شخصي بڼه لري او د اجرایوي ریاست جوړول د لومړي مرستیال رول په حکومت کې کمزوری کوي.

دی زیاتوي د نظام مشروعیت او اوسني حکومت مشرانو تر منځ اختلاف  له منځه وړلو له پاره د حل دوه لارې شته، لنډ مهاله د سیاسي کمیسون جوړول او اوږد مهاله لاره یې ټاکنې دي.

احدي د ۵ شنبې په ورځ (نوامبر۳مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف شخصي بڼه لري، چې لامل یې په خپله ګډ حکومت دی.

احدي زیاته کړه، چې د اجرایوي ریاست پوست په جوړولو سره په حکومت کې د ولسمشر لومړي مرستیال رول پیکه شوی.  

د احدي پروینا، که د حکومت مشرانو ترمنځ اوسنی اختلاف حل هم شي، خو د نظام نه مشروعیت له امله په راتلونکې کې شونې ده، دغه اختلاف بیا هم سر راپورته کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د احدي دې څرګندونو په غبرګون کې سلام وطندار ته وویل، چې د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف حل شوی او له وخت مخکې ټاکنو ته قانوني ځای نه شته.

نوموړي زیاته کړه: " زه ټینګار کوم چې د حکومت مشرانو ترمنځ هیڅ ستونزې نه شته حکومت هره ورځ خپل کار پر مخ وړي او هغه کسان چې د نویو ټاکنو ترسره کولو غوښتنه کوي اساسي قانون دې په غور سره ولولي."

مرتضوي زیاتوي، چې حکومت د خلکو پر ځای غوښتنو هرکلی کوي خو څه چې په اساسي قانون کې راغلي وي، هماغه پلي کوي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی.

څو اوونۍ وړاندې دوستم په جوزجان کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې پر ولسمشر غني او د حکومت پر اجرایوي مشر عبدالله توندې نيوکې وکړې.

هغه وویل، چې اوسمهال دوی په خپلو کې مصروف دي او نورو مهمو مسایلو ته يې جدي پام نشته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام