اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې د روزګان ولایت خاصروزګان ولسوالۍ جګړه قومي نهده او باید ژرترژره مهار شي.
عبدالله داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې ارګ پهدې وروستیو کې د خاصروزګان ولسوالۍ جګړه «قومي شخړه» بللې وه.
اجراییه رییس زیاتوي، د خاصروزګان اوسېدونکي د دې جګړې د ډېرېدو مخنیوي کې ځنډ او د حکومت دریځ په اړه شکایت کوي. نوموړي د یادې ولسوالۍ بېځایه شویو ستونزو ته رسېدل، د حکومت لومړیتوب یاد کړ او ټینګار يې وکړ چې باید مخه یې ونیول شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې عمومي غونډې کې هم د خاصروزګان جګړه د وکیلانو لهپاره توده موضوع وه او د یادې جګړې پر قومي بللو او د کابو کولو برخې کې یې د حکومت پر بېغورۍ نیوکې وشوې.
وکیلانو د امنیتي ځواکونو بېړنیو اقداماتو او د پېښې اړخونو مالومولو لهپاره خاصروزګان ته د یوه پلاوي لېږلو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د خاصروزګان جګړه چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې روانه ده، یو ناورین وباله او پر مخنیوي یې ټینګار وکړ. نوموړي غوښتنه وکړه چې د جګړې عاملانو ته دې سزه ورکړل شي.
بلخوا د غزني ولایتي شورا غړي محمدنعیم توحیدي د پېښې له ځایه سلاموطندار ته وویل چې د طالبانو سرې قطعې یوځل بیا په مالستان ولسوالۍ کې پر پولیسو بریدونه پیل کړي چې له کبله یې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او ۴ ټپیان شوي او دغه راز تېره شپه ۱۳ پولیس هم شهیدان شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د ارګ له لوري د روزګان ولایت په خاصروزګان ولسوالۍ کې د روانې جګړې قومي بلل له توند غبرګون سره مخ شول او همدا لامل و چې پر خپل دریځ یې بیا کتنه وکړه.