اتمر: افغانستان د سيمې او نړۍ د ترهګرو سره په جګړه بوخت دی

د ولسمشر امنيتي سلاکار وايي، چې اوسمهال افغان دولت له القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، لشکرطیبه، د ازبکستان اسلامي خوځښت او شرقي ترکستاني خوځښت سره په جګړه کې بوخت دی.

د مشرانو جرګې د غړو ډیری پوښتنې په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعالیتونو او شمالي ولايتونو کې د ناامنيو پر سر را څرخېدې.

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې وویل، هغسې چې لازمه وه په سيمه کې د ترهګریزو ډلو د ځپلو له پاره لازم ګامونه نه دي پورته شوي.

اتمر وویل، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې يواځې ځينې ترهګر یا د هغوی کورنۍ بې ځایه شوې.

د ده په وينا په نورو سيمو کې د وسله والو ډلو د ځپلو له پاره کوم اقدام ونه شو.

د ملي امنيت سلاکار وویل، وسله والې ډلې له زابله تر بدخشانه د پټنځايونو د جوړولو په هڅه کې دي او غواړي نه يواځې افغانستان بلکې د سيمې او نړۍ هېوادونو پر خلاف خپله جګړه جاري وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د پاکستاني پوځيانو عملياتو څخه وروسته د ډيورن کرښې دې غاړې ته اوښتي او په بدخشان او زابل ولايتونو کې يې پټنځايونه جوړ کړي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وویل، چې په بدخشان ولایت کې د پوځي عملياتو څخه وروسته د دغو ترهګرو ډلو څخه شاوخوا ۲۰ کسه نيول شوي او اوسمهال په کابل کې زنداني دي.

 

د ملي امنيت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر مشرانو جرګې ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، افغانستان د ترهګرو د فعاليتونو په اړه لاس تر زنی ناست نه دی.

د ملي امنيت د شورا سلاکار محمدحنیف اتمر د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون عملي کولو او د هېواد په شمالي ولايتونو کې د ناامنيو په باب  د وضاحت ورکولو له پاره نن سه شنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۵) د مشرانو جرګې له لوري راغوښتل شوی و.

اتمر خبر داری ورکړ، چې اوس هم د افغانستان څخه د باندې د ترهګرو ځالې له منځه نه دي تللي او دغه موضوع کولای شي افغانستان ناامنه کړي او همدارنګه د افغان ځواکونو له پاره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه هم ستونزمنه کړې.

نوموړي دا هم وویل، چې د ترهګرو د له منځه وړلو له پاره افغان حکومت سياسي او پوځي حرکتونه پېل کړي.

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اچکزي او نادر بلوچ اندېښنه وښوده، چې د امريکا سره د امنيتي تړون څخه وروسته د داعش ډله په افغانستان کې رېښې ځغلولي دي.

د ملي امنيت سلاکار د مشرانو جرګې غړو ته وویل، چې د کابل او واشنګټن امنيتي تړون د څلورو میاشتو راهیسې د عملي کېدو په حال کې دی او په دغه موده کې ښه پرمختګ شوی.

محمدحنيف اتمر زياته کړه، چې د تړون څخه وروسته افغان امنيتي ځواکونه د ناټو ځواکونو په شان مجهز شوي او د یو ميلیارډ او  ۵۰۰ مېليونه ډالرو په ارزښت د پوځي الوتکو په برخه کې پانګونه شوې.

خو نوموړي زياته کړه، چې د هوايي ځواکونو په برخه کې اوس هم ستونزې شته او دغه ستونزې دوی اندېښمن کړي.

د افغانستان په هوايي قواوو باندې د ميليونونو ډالرو د لګښت سره سره اوس هم د دغه هېواد هوايي ځواکونه د جنګي بېلابېلو الوتکو له کمښت سره مخ دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام