ابراهیمي: کمېسیون دې وټاکل شي او قدیر دې اسناد وړاندې کړي

د ولسي جرګې غړو د دې شورا د لومړي نایب ظاهر قدیر په پخوانیو څرګندونو تند غبرګون ښکار کړ.

 د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وړاندیز وکړ، چې شورا نه دې یو کمېسیون و ټاکل شي او ظاهر قدیر دې د داعش ډلې د ملاتړ په تړاو د امنیت شورا پر خلاف اسناد وړاندې کړي.

دغه څرګندونې نن د (نومبر په ۳۰مه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وشوې.

دغو وکيلان د ولسي جرګې د قدیر څرګندونې د دښمن له پلانونو او موضوعاتو سره مرسته کول وګڼل او زیاته یې کړه، چې دوی د ملت په رایو راغلي، ځکه خو باید د هغوی د هوساینې له پاره کار وکړي، نه دا چې دښمن ته د رازونو د ښکاره کولو زمینه برابره کړي.

د جرګې غړې هیلۍ ارشاد وویل، چې د ولسي جرګې لومړي نایب په حیث د ظاهر قدیر دا ډول څرګندونې د حکومت سره د بهرنیانو په مرستو ناسم اغیز ښیندي.

مېرمن ارشاد وویل، چې له افغانستان سره مرسته کوونکو ته سوال پیدا کېږي، چې ولې د ولسي جرګې لومړی نایب پر امنیت شورا د داعش او ترهګریزو ډلو د ملاتړ کولو تورونه پورې کوي.

دې همداراز زیاته کړه، «دا به د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د بهرنیو په مرستو ناسم اغېز وکړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بلې غړې شینکۍ کړوخېل د دا ډل خبرو پر خلاف ټینګار وکړ.

کړوخېل وویل، چې د ولسي جرګې له دریځه باید دا ډول شورپاروونکې خبرې ونه شي. دې زیاته کړه، چې په شورا کې دې د اسنادو د ښکاره کولو له پاره له رسنیو پټه غونډه جوړه شي.

له بل لوري د ولسي جرګې ځېنو وکیلانو نیوکه وکړه، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د جرګې لومړی نایب ظاهر قدیر په خپلو کې سمتي ستونزې لري او شخصي مسایل باید د نظام د زیان سبب نه شي.

دوی ټینګار کوي، چې د حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی بې پرې دی او تمه لري، چې ژر تر ژره خپلې پلټنې پیل کړي.

خو له بل لوري ظاهر قدیر په ده لګول شوی تورونه په کلکه ردوی او زیاتوي، چې د امنیت شورا له خوا دغو وکیلانو ته امکانات ورکول کېږي.

قدیر وویل، چې وکيلان د ملت استازي دي او باید د ملت استازيتوب وکړي.

ظاهر قدیر وویل، " په دې اړه اسناد لرم، که پلاوي دغه مسله ثابته نه کړه؛ له اوسنۍ دندې نه به استعفا وکړم."

تېره ورځ د مشرانو جرګې غړو هم له حکومته غوښتي وو، چې ټاکل شوی کمېسیون دې په بې پرې توګه خپلې پلټنې وکړي او ظاهر قدیر باید په دې اړه راټول شوي اسناد وړاندې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام