افغانستان پر خپل هوايي حریم بشپړ کنټرول نه لري

د افغانستان د هوایي او مدافع هوايي ځواک پخوانی قومندان عتیق‌الله امرخېل وايي، افغانستان پخوا د رادار سېسټم شبکه او د هوایي حریم د کنټرول لپاره بشپړ وسایل درلودل، خو د تنظیمي جګړو پر مهال ټول لوټ او ورک شول چې په وینا یې، اوس نه د رادار شبکه شته او نه هم کشفي الوتکې.

امرخېل د غزني د تېرې ورځې پېښې ته په اشارې چې یوه بهرنۍ الوتکه راوغورځول شوه یا هم د تخنیکي ستونزو له کبله را ولوېدله وايي، د ساعتونو په تېرېدو ان د ولسمشر مرستیال لا د الوتکې په اړه کره معلومات نه لرل.

د نوموړي په وینا، له دغې پېښې ښکاري چې د افغانستان هوایي حریم د افغانانو په کنټرول کې نه دی او له وړو رادار سېسټمونو پرته چې یوازې د هوایي ډګر پر شاوخوا کنټرول لري، د رادار مجهزه شبکه نشته.

خو د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ويلي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې یې ځینې تجهزات او رادار سېسټم ترلاسه کړی، خو په وینا یې، د افغانستان د هوایي حریم کنټرول له افغانانو سره نه، بلکې له بهرنیانو سره دی.

په همدې حال کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ټرافیکو رییس غلام‌معصوم معصومي دغه څرګندونې ردوي او وايي، د افغانستان هوایي حریم له ۲۰۱۵ کال راهیسې په بشپړه توګه د افغانانو په واک کې دی.

معصومي زیاتوي، سره له دې چې ځینو تجهزاتو ته اړتیا لري، خو د حامد کرزي او د کندهار په هوایي ډګرونو کې د رادار وړې دستګاوې او ځینې نور تجهیزات او په ټولو هوایي ډګرونو کې د ټاور سېسټم لري او پروازونه کنټرولوي.

د هغه په وینا، د غزني د تېرې ورځې پېښې په اړه یې هم ټول معلومات لرل او هر څه یې په کنټرول کې وو.

خو د شنونکیو په وینا، له تنظیمي جګړو وړاندې د افغانستان په ټولو هوایي ډګرونو کې د رادار شبکې فعاله او مدافع هوایي ځواک موجود و چې له افغان خاورې څو کیلومتره لرې به یې په ګوته کول چې بهرنۍ ملکي یا جنګي الوتکې په کوم واټن کې د افغانستان پولې ته نږدې کېږي او تر څنګ یې د مخنیوي لپاره هم هوایي مدافع فعاله وه.

د دوی په وینا، له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان هوایي حریم په بشپړ ډول د ناټو د غړیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو په واک کې و چې په ۲۰۱۵ کال کې بېرته افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

اړوند مطالب:

غزني کې د اريانا افغان هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

د افغانستان په هوايي حریم کې د ایران بې‌پيلوټه الوتکه

د افغان رادار سیسټم د کنټرول تړون؛ د هوايي حریم ظرفیت لوړيږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام