سیاست
طالبانو د امریکايي پوهنتون دوه استادان خوشې کړي
نیویارک ټایمز د ځینو باخبره سرچینو له قوله د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکایی او بل هم د اسټرالیا اوسېدونکی دی او له تېرو شاوخوا درې کلونو راهیسې له طالبانو سره بندیان وو، له هغه وروسته خوشې شوي چې قطر ته د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې درې غړي د تبادلې لپاره ولېږدول شول.
د افغان ـ امریکايي پوهنتون استاد کیوین سي کېنګ چې ۶۳ کاله عمر لري او ۵۰ کلن تیموتي جي ویکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول شول.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د دوو استادانو او حقاني شبکې د درې غړیو تبادله څو ورځې مخکې وشي، خو د ځینو ستونزو له کبله ځنډول شوې وه.
اړوند مطالب: