ټاکنې
د ثبات او همپالنې ټیم په ۸ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د بهير مخه نيولې
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويانو د بلخ، فاریاب، کاپیسا، جوزجان، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د رايو د بيا شمېرنې د بهیر مخه نیولې ده.
په بلخ ولایت کې د يادې ډلې څاروونکي وايي، په پام کې وه چې د رایو بیا شمېرنه نن سهار په ۸ بجو د دې ټاکنیز ټیم د استازيو په شتون کې تر سره شي؛ خو ياد ولايت کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر له اتو بجو مخکې د ثبات او همپالڼې ټیم په نه شتون کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسولې ده.
ياد ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر رییس محمد ایوب بیاني د ثبات او همپالنې ټیم د غړيو د څرګندونو په رد سره وايي، دا شمېرنه د دې ټیم د څارونکيو په شتون کې پیل شوه.
په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنې بهیر لانجهمن شوی دی.
په کاپیسا ولایت کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر رییس بسم الله مهدي سلاموطندار ته وویل، سره له دې چې د ټاکنو مرکزي دفتر چارواکيو امر کړی چې د رایو بیا شمېرنه دې پیل شي؛ خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د دې بهیر مخه نیولې ده.
د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو فاریاب ولايت کې هم د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر دروازه تړلې ده.
ياد ولايت کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې غړي احسان الله قووانچ وویل، تر اوسه یې دوه ځلې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر دروازه تړلې؛ خو کمیسیون د دوی غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
په جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان او غور ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو د پرلت خیمې درولي دي.
دوی ګواښ کوي، تر څو چې له بایومټریک پرته د کارول شویو رایو برخلیک معلوم نهشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.
وروسته تر دې چې د ټاکنو کمیسیون د رایو بیا شمېرنې د پيل پرېکړه وکړه، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا هم د ټاکنو کمیسیون له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ.