ټاکنې
«یوناما او اروپايي اتحادیه د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري»
د ټاکنو د سلامتیا لپاره د څارونکیو بنسټونو د شبکې مسوولان وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي یا یوناما او اروپايي اتحادیه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او لاسوهنه یې د کمېسیون خپلواک زیانمنوي.
نوموړي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اعلان کې ځنډ به د ټاکنو کمېسیون ستونزې ډېرې کړي او د چارو مدیریت به د کمېسیون له لاسه ووځي.
د دغې شبکې غړی عبدالله احمدي د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشري ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اعلان کې ځنډ د نه منلو ګڼي او وايي، دا کار د کمېسیون د مدیریتي کمزورۍ ښکارندويي کوي.
د نوموړي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو قانون او خپلو طرزالعملونو پر بنسټ پرېکړه وکړي.
د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشوې او ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایله یې هم د همدې میاشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو کمېسیون دا کار د لړم میاشتې ۲۳مې ته وځنډوه. په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلان یې تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولی دی.
اړوند مطالب:
د ټاکنو کمېسیون د رایو بیاشمېرنې بهیر وځنډوه
د ټاکنو د ملاتړ ډلې غوښتنه؛ کميسیون دې د نوماندانو اندېښنو ته روښانه ځوابونه ورکړي