شنبه / ١٣٩٨ / لیندۍ - ١٦ / ٢٠١٩ کال / دسمبر - ٧
اوزبیک فارسی English
سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار


سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار

سرلیک
  • هرات کې ۴ وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوي
  • شرغان کې پر ۵۰۰ سېلاب او وچکالۍ ځپلیو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې
  • د کندهار په نېش ولسوالي کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
  • د زابل په نوبهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي
  • کور
  • سیاست
  • امنیت
  • نړۍ
  • ټولنه
  • اقتصاد
  • کلتور
  • ‍‍پوهنه
  • لوبې
  • ځانګړې پاڼه
  • پروګرامونه
  • شننې
  • څېړنې
  • انځورونه
امنیت

د بادغېس په بالامرغاب کې ۵۰۰ سرتېري کلابند دي

×
  ٢٩ چنګاښ ١٣٩٨
Email     Facebook     Twitter     Google Pluse

د بادغېس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالي په شرکت سیمه کې له یوې اوونۍ راهیسې د پوځ په قرارګاه کې د امنیتي ځواکونو د افسرانو او ساتنمنانو په ګډون ۵۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې ګير پاتې دي.

د بادغېس د ولایتي شورا رییس زیاتوي، امنیتي ځواکونه د سپکو او درنو وسلو د کمښت ترڅنګ، له یوې اوونۍ راهیسې د خوراکي توکیو له کمښت سره هم مخ دي.

د بېک په خبره، د پوځ له قرارګاه پرته، د بالامرغاب ولسوالي ټولې برخې طالبانو نیولي او یاده ډله د خلکو له کورونو په استفادې د پوځ چورلکو ته د ناستې اجازه نه ورکوي.

د بادغېس د ولایتي شورا رییس وايي، هوايي ځواکونو په بالامرغاب کې د طالبانو له کلابندۍ د ۵۰۰ سرتېرو د خلاصون لپاره تېره شپه د قرارګاه شاوخوا ته د یادې ډلې سنګرونه بمبار کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۱۰ ملکیان وژل شوي دي.

عبدالعزیز بېک خبرداری ورکوي، که حکومت او د غوڅ ملاتړ ځواکونه د یادو سرتېرو د خلاصون لپاره عملیات و نه کړي، انساني ناورین به رامنځ‌ته شي.

د بادغېس والي عبدالغفور ملکزی د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو کلابندي ردوي، خو په بالامرغاب کې د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۶ ملکي وګړیو وژل کېدل تاییدوي. د نوموړي په وینا، د لومړنیو مالوماتو له مخې، په یادو بریدونو کې ۲۰ طالبان هم وژل شوي دي.

بالامرغاب د بادغېس یوه ناامنه ولسوالي ده او طالبان په دې ولسوالي کې فعال حضور لري. دا ولسوالي په تېرو ۶ میاشتو کې دوه ځله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

شریکول
Email Facebook Twitter Google Pluse

نور مطالب له امنیت

16 لیندۍ1398
28

ولسي جرګه: د ناکامورا او د هغه د افغان همکارانو د وژلو پېښه دې وڅېړل شي

14 لیندۍ1398
56

کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو عاملان به په ګوته او قانون ته وسپارو

14 لیندۍ1398
88

هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ ملکيان وژلي

ډېر کتل شوي

  • 12 لیندۍ1398

    پاکستان د افغانستان پر ۳۰۰ متره خاورې ماینونه ايښي

  • 7 لیندۍ1398

    د ثبات او همپالنې ټیم سبا په کابل کې لاریون کوي

  • 4 لیندۍ1398

    کرزی: د افغانستان وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

  • 4 لیندۍ1398

    فېسبوکي پوسټ ته غبرګونونه؛ صالح بښنه وغوښته

  • شننې‌‌
  • څېړنې
  • د سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

    24 وږی 1398
  • د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

    17 وږی 1398
  • د سولې او اعتدال ټیم، د پاشل کېدو په درشل کې

    14 زمری 1398
  • له طالبانو سره په خبرو کې دا ۱۰ مورده مه هېروئ!

    21 غوایی 1398
  • د غزني په پوهنې ریاست کې د حزب‌ اسلامي لاسوهنه؛ ولې د وزیر حکم نه عملي کېږي؟

    4 لړم 1398
  • د همايون قيومي ايمېل او د بوستوس د ۱۱ ميليونه ډالرو فساد

    31 وږی 1398
  • ۷ کیلو پولاد، ۱۵ افغانۍ؛ هغه موزیم چې له پرانېستې مخکې ولوټل شو

    17 چنګاښ 1398
  • طالبان هر کال د برښنا ۶۶۵ میلیونه افغانۍ ټولوي

    20 غبرګولی 1398

وروستي

  • د ۹۱ خالي کوډ؛ نبیل وايي، د دغه کوډ ټولې پیسې پر ټاکنیزو کمپاینونو لګېدلي

    14 لیندۍ 1398
  • کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو عاملان به په ګوته او قانون ته وسپارو

    14 لیندۍ 1398
  • ینس‌سټولټنبرګ: سیاسي حل‌لاره، د افغان جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده

    14 لیندۍ 1398
  • نړیوال بانک: افغانستان به له سولې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ولري

    14 لیندۍ 1398
په ټولنیزو رسنیو کې راسره شئ
د افغانستان رسنیو د نوم‌لړ له‌پاره دغه ځای کېکا‌ږئ
ټول حقونه خوندي دي © 2019
  • English
  • فارسی
  • اوزبیک
إغلاق