يک‌شنبه / ١٣٩٨ / لیندۍ - ١٧ / ٢٠١٩ کال / دسمبر - ٨
اوزبیک فارسی English
سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار


سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار

سرلیک
  • هرات کې ۴ وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوي
  • شرغان کې پر ۵۰۰ سېلاب او وچکالۍ ځپلیو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې
  • د کندهار په نېش ولسوالي کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
  • د زابل په نوبهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي
  • کور
  • سیاست
  • امنیت
  • نړۍ
  • ټولنه
  • اقتصاد
  • کلتور
  • ‍‍پوهنه
  • لوبې
  • ځانګړې پاڼه
  • پروګرامونه
  • شننې
  • څېړنې
  • انځورونه
لوبې

په کرېکټ بورډ کې تازه بدلونونه

×
  ٢١ غبرګولی ١٣٩٨
Email     Facebook     Twitter     Google Pluse

د افغانستان کرېکټ بورډ رییس عزیزالله فضلي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د کرېکټ بورډ چارو د لا ښه سمبالېدو او پرمختګ په موخه یې په کرېکټ بورډ کې ځینې بدلونونه راوستي دي.

هغه وویل، د بورډ څلور مخکیني غړي حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي، سید سعادت منصور نادري او احمدشاه سنګ‌دل د بورډ له غړیتوبه ایستل شوي او پر ځای یې د مشرانو جرګې د غړې ګلالۍ نور ساپۍ، د ځمکو او ښار جوړونې وزیر احمدجواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاالحق امرخېل او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل په اړه یې ولسمشر ته وړاندیز کړی و چې ولسمشر هم یاد کسان د کرېکټ بورډ د غړیو په توګه ټاکلي دي.

د فضلي په وینا، له دغو بدلونونو سره به دوی وکولای شي چې د پالیسۍ او بودیجې ستونزو په څېر نابشپړ شوي کارونه بشپړ کړي.

فضلي زیاته کړه چې د کرېکټ ملي لوبډلې په غوراوي کمیټه کې هم بدلونونه راغلي چې له مخې یې، د دولت احمدزي او پاچاحسین پر ځای یې د نولس کلنو لوبډلې اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز او مجاهد ځدران د غوراوي کمېټې د مسوولانو په توګه ګومارلي دي.

عزیزالله فضلي وویل، د کرېکټ له نړیوال جام وروسته به په کرېکټ بورډ او ملي لوبډله کې هم ځينې نور بدلونونه راشي.

هغه زیاتوي، د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس لپاره هم یوه کمېټه ټاکل شوې چې د نوي کس د ټاکل کېدو په اړه وړاندیز وکړي.

د کرېکټ بورډ رییس همدارنګه نظیم‌جار عبدالرحیمزی چې مخکې د بورډ د لوبو د پراختیا برخې مسوول و، د کرېکټ بورډ د میډیا کمېټې مشر په توګه اعلان کړ.

په همدې حال کې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخواني رییس دولت احمدزي وویل، باید په کرېکټ لوبډله کې هم نویو ځوانانو ته ځای ورکړل شي چې په نړیوالو سیالیو کې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ کې دا نوي بدلونونه داسې مهال راځي چې افغان کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې تر اوسه خپلې درې‌ واړه لوبې بایللي چې له کبله یې د کرېکټ بورډ چارواکي هم له ځینو نیوکو سره مخ شوي دي.

شریکول
Email Facebook Twitter Google Pluse

نور مطالب له لوبې

16 لړم1398
132

د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډله بنګله‌دېش ته لاړه

15 لړم1398
141

شپږو مياشتو کې د هرات-خواف د رېل پټلۍ کار بشپړېږي

14 لړم1398
509

افغانستان او ویسټ انډيز سبا د کرېکت لوبو لړۍ پیلوي

ډېر کتل شوي

  • 12 لیندۍ1398

    پاکستان د افغانستان پر ۳۰۰ متره خاورې ماینونه ايښي

  • 7 لیندۍ1398

    د ثبات او همپالنې ټیم سبا په کابل کې لاریون کوي

  • 4 لیندۍ1398

    کرزی: د افغانستان وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

  • 4 لیندۍ1398

    فېسبوکي پوسټ ته غبرګونونه؛ صالح بښنه وغوښته

  • شننې‌‌
  • څېړنې
  • د سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

    24 وږی 1398
  • د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

    17 وږی 1398
  • د سولې او اعتدال ټیم، د پاشل کېدو په درشل کې

    14 زمری 1398
  • له طالبانو سره په خبرو کې دا ۱۰ مورده مه هېروئ!

    21 غوایی 1398
  • د غزني په پوهنې ریاست کې د حزب‌ اسلامي لاسوهنه؛ ولې د وزیر حکم نه عملي کېږي؟

    4 لړم 1398
  • د همايون قيومي ايمېل او د بوستوس د ۱۱ ميليونه ډالرو فساد

    31 وږی 1398
  • ۷ کیلو پولاد، ۱۵ افغانۍ؛ هغه موزیم چې له پرانېستې مخکې ولوټل شو

    17 چنګاښ 1398
  • طالبان هر کال د برښنا ۶۶۵ میلیونه افغانۍ ټولوي

    20 غبرګولی 1398

وروستي

  • د ۹۱ خالي کوډ؛ نبیل وايي، د دغه کوډ ټولې پیسې پر ټاکنیزو کمپاینونو لګېدلي

    14 لیندۍ 1398
  • کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو عاملان به په ګوته او قانون ته وسپارو

    14 لیندۍ 1398
  • ینس‌سټولټنبرګ: سیاسي حل‌لاره، د افغان جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده

    14 لیندۍ 1398
  • نړیوال بانک: افغانستان به له سولې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ولري

    14 لیندۍ 1398
په ټولنیزو رسنیو کې راسره شئ
د افغانستان رسنیو د نوم‌لړ له‌پاره دغه ځای کېکا‌ږئ
ټول حقونه خوندي دي © 2019
  • English
  • فارسی
  • اوزبیک
إغلاق