نړۍ
د افغانستان بیرغ ته د امازون شرکت سپکاوی؛ سفارت غبرګون وښود
په واشنګټن ډيسي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امازون انلاین شرکت د افغانستان بیرغ ته پر سپکاوي تورن کړی دی.
په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د امازون په وېبسایټ کې ځینې شرکتونه داسې محصولاتي پلوري چې د افغانستان بیرغ ته پهکې سپکاوی شوی دی.
د افغانستان سفارت د امازون شرکت دا اقدام سپکاوی بللی او هغه یې غندلی دی.
خو امازون شرکت د افغانستان سفارت په ځواب کې ویلي چې دا یو فردي اقدام دی. د دغه شرکت په وینا، نه یوازې د یادو محصولاتو پېر او پلور یې درولی، بلکې هغه محصول چې د افغانستان بیرغ پرې لګېدلی و، هم د دغه شرکت د خرڅلاو له نوملړه لرې کړی دی.
د امازون شرکت په خبرتیا کې چې د دغه شرکت پر وېبسایټ خپره شوې، داسې کموډونه او تر هغه لاندې د پښو ځایونه ښودل شوي چې د افغانستان بیرغ پرې لګېدلی دی.