Video Playlist

1 / 4 ویدیو
1

ښځې د هېواد امنیت په ټینګښت کې باید فعاله ونډه ولري؛ ځکه چې افغاني دود ته په کتلو که چېرې ښځه يو جرم وکړي، نو پلټونکې یې بايد ښځه وي؛ ځکه چې یو نارینه نه‌شي کولای یوه ښځه وپلټي. نا امني او فرهنګي محدوديتونه ددې لامل شوي چې په امنيتي کرښو کې د ښځو ونډه کمرنګه وي. په ورته وخت کې افغانې مېرمنې سولې ته خوشبینه دي.

25/11/2019
2

که څه هم له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د ګڼ‌شمېر افغان ښځو لپاره له کوره د باندې کار کولو اسانتیاوې برابرې شوي، خو لا هم ځینې خنډونه او ستونزې شته چې له کبله یې دوی نه‌شي کولای له کوره بهر کار وکړي.

21/11/2019
3

ښوونه او روزنه هر انسان لپاره د یوه حق په توګه خورا مهمه او د هغوی اساسي حق دی. د هېواد روانو جګړو کې تر ټولو ډېر زیان افغان مېرمنو ته رسېدلی او اوس چې د سولې خبرې پراخې شوي؛ نو افغان ښځې د طالبانو بیا راتګ ته ځکه اندېښمنې دي، چې د دوی حقونه به تر پښو لاندې شي. خو که چېرې افغانستان کې سوله راشي، نو ښځې به وکولای شي، چه په ډاډه زړه زده‌کړې او له کوره بهر کار وکړي.

29/10/2019
4

18/09/2019