دوشنبه / ١٣٩٨ / تله - ٢٢ / ٢٠١٩ کال / اکتوبر - ١٤

د قربانیانو کیسه د دوی د کورنیو په روایت

درې اونۍ مخکې د میدان وردګو د پولیسو له روزنیز مرکزه د تازه فارغو افسرانو او سربازانو په کاروان د کمپنۍ په سیمه کې دوو ځانمرګو برید وکړ. د حکومتي شمېرو له مخې برېد کې ۳۲تنه ووژل شول؛ خو د پېښې شاهدان وايي"له بریده هېڅوک روغ ونه وتل". سلام وطندار د پېښې د څېړلو په پار د دوی له کورنیو سره مرکې کړي.

٢٦ چنګاښ ١٣٩٥